دسورئې په منبج ښارکې ددغه هیواد دپوځ دشتون علتونه او پیغامونه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79286-دسورئې_په_منبج_ښارکې_ددغه_هیواد_دپوځ_دشتون_علتونه_او_پیغامونه
دسورئې دپوځ دلوئې درستیزوالۍ په اعلامیې کې راغلی دی ،دسورئې وسلوال ځواک د درستو سوریاوالو او په دغې سیمې کې ددیره نورو کسانو بشپړ امنیت تضمینوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 29, 2018 10:56 Asia/Kabul
  • دسورئې په منبج ښارکې ددغه هیواد دپوځ دشتون علتونه او پیغامونه

دسورئې دپوځ دلوئې درستیزوالۍ په اعلامیې کې راغلی دی ،دسورئې وسلوال ځواک د درستو سوریاوالو او په دغې سیمې کې ددیره نورو کسانو بشپړ امنیت تضمینوی .

  سورئې دپوځ  سترې درستیز والۍ او وسلوال پوځ  منبج  ته د دغه هیواد  دپوځی ځواک د ننوتلو او په دغې سیمې کې  د سورئې د بیرغ  د رَپَولو خبر ورکړ ی دی .

 خو ډیری شنادی او کارپوهان داپوښتنه مطرح کوی ، چې  منبج ته دسورئې دپوځ  د ورتلو علتونه څه دی ؟   ویئل کیږی   په حلب ولایت کې  منبج ښار ته دسورئې د پوځ  د ورتلو لومړنی دلیل  دادی چې ، دغه ښار  د سورئې دمځکنۍ بشپړتیا  یوه برخه ده ، پر دې اساس  له دې وروسته چې  د سورئې د ډیموکراټیک لوری (وائی ،پی ، جی )ځواک  چې  په کرد اوعرب ځواک مشتمل دی ،  په منبج ښار کې د سورئې  دپوځی ځواک دشتون  غوښتنه کړې،نو  دسورئې پوځ هم  سملاسی  دغه غوښتنه منلې او  په دغه ښار کې ئې خپل ځواکونه دیره کړی دی .

په همدې باب  دسورئې دپوځ دلوئې درستیزوالۍ  په اعلامیې کې راغلی دی ،   دسورئې وسلوال  ځواک   د درستو سوریاوالو او  په دغې سیمې کې  ددیره نورو کسانو  بشپړ  امنیت تضمینوی .

 دوهم دلیل دا دی چې  د سورئې کرد ملیشه ای ځواک چې  په وروستیو کلونو کې  ئې  دامریکا په ملاتړ تکیه کړې وه، له سورئې  د امریکائی پوځ   د وتلو له  اعلان سره  دې جمع بندۍ ته رسیدلی دی چې  له ترهه  ګرو سره  دمبارزې  په تیره بیا د ترکیې  له خوا د ګواښونو پشمول  له امنیتی  ګواښونو سره  دمقابلې لپاره  باید  دسورئې دپوځ  پشمول  یوازې په داخلی ظرفیّتونو تکیه وکړی .  له منبج ښاره د امیرکائی عسکرو د وتلو له اعلانه وروسته ،  په حلب ولایت کې  په دغه ښار  د ترکیې دحملې  خطره زیاته شوې ده .  منبج ښار  دترکیې د پولې په څلویښت کلومیټرۍ کې  واقع دی  او له :تل رفعت :سره یوځای،دفرات په لویدیځ کې د( وائی پی جی  په نامې ) د  کرد ډیموکراټیک   ځواک په کنټرول  کې  دوې سیمې دی .ترکیې  چې   له دې مخکې ئې   په عفرین سیمې په حملې سره دغه سیمه نیولې  ده ، اوس  دامریکائی پوځ  په وتلو سره په لټه کې ده چې  په منبج حمله وکړی او دغه ښار هم  ونیسی، او په حقیقت کې  دا د منبج د لارې دنقشې یوه برخه ده،چې دامریکا او تریکې  په وسیله انځور شوې  ده .په جرابلس ،اعزاز،مارع  او الباب  کې د فرات د ډال  په نامې  دعملیاتو له حوزې  او همداراز د منبج په لور  له عفرینه ،دسورئې دآزادپوځ  په نامې د لوری دځواک لیږدول پیل شوی دی.د سورئې دډیموکراټیک  ځواک یا  وائی پی جی  ځواک  له دغه جدی ګواښ سره دمقابلې لپاره  دسورئې پوځ څخه مرسته غوښتې ده . 

  د وائی پی جی  ځواک  ویندوی  جیهان احمد په دې باب وائی ،دغه  ډله   منبج ښار ته  د سورئې دپوځ   ورتلل تائیدوی  او د سورئې له پوځ سره یو ځای  د ترکیې په وړاندې د لارو دبندولو لپاره هڅه کوی، او نور اجازته نه ورکوی څو  په سورئې کې  دترکیې په څیر  پوځ  یا وسلوال بهرنیان سیمې تر پښو لاندې کړی .