دسورئې په منبج ښارکې ددغه هیواد دپوځ دشتون علتونه او پیغامونه
دسورئې دپوځ دلوئې درستیزوالۍ په اعلامیې کې راغلی دی ،دسورئې وسلوال ځواک د درستو سوریاوالو او په دغې سیمې کې ددیره نورو کسانو بشپړ امنیت تضمینوی .
سورئې دپوځ سترې درستیز والۍ او وسلوال پوځ منبج ته د دغه هیواد دپوځی ځواک د ننوتلو او په دغې سیمې کې د سورئې د بیرغ د رَپَولو خبر ورکړ ی دی .
خو ډیری شنادی او کارپوهان داپوښتنه مطرح کوی ، چې منبج ته دسورئې دپوځ د ورتلو علتونه څه دی ؟ ویئل کیږی په حلب ولایت کې منبج ښار ته دسورئې د پوځ د ورتلو لومړنی دلیل دادی چې ، دغه ښار د سورئې دمځکنۍ بشپړتیا یوه برخه ده ، پر دې اساس له دې وروسته چې د سورئې د ډیموکراټیک لوری (وائی ،پی ، جی )ځواک چې په کرد اوعرب ځواک مشتمل دی ، په منبج ښار کې د سورئې دپوځی ځواک دشتون غوښتنه کړې،نو دسورئې پوځ هم سملاسی دغه غوښتنه منلې او په دغه ښار کې ئې خپل ځواکونه دیره کړی دی .
په همدې باب دسورئې دپوځ دلوئې درستیزوالۍ په اعلامیې کې راغلی دی ، دسورئې وسلوال ځواک د درستو سوریاوالو او په دغې سیمې کې ددیره نورو کسانو بشپړ امنیت تضمینوی .
دوهم دلیل دا دی چې د سورئې کرد ملیشه ای ځواک چې په وروستیو کلونو کې ئې دامریکا په ملاتړ تکیه کړې وه، له سورئې د امریکائی پوځ د وتلو له اعلان سره دې جمع بندۍ ته رسیدلی دی چې له ترهه ګرو سره دمبارزې په تیره بیا د ترکیې له خوا د ګواښونو پشمول له امنیتی ګواښونو سره دمقابلې لپاره باید دسورئې دپوځ پشمول یوازې په داخلی ظرفیّتونو تکیه وکړی . له منبج ښاره د امیرکائی عسکرو د وتلو له اعلانه وروسته ، په حلب ولایت کې په دغه ښار د ترکیې دحملې خطره زیاته شوې ده . منبج ښار دترکیې د پولې په څلویښت کلومیټرۍ کې واقع دی او له :تل رفعت :سره یوځای،دفرات په لویدیځ کې د( وائی پی جی په نامې ) د کرد ډیموکراټیک ځواک په کنټرول کې دوې سیمې دی .ترکیې چې له دې مخکې ئې په عفرین سیمې په حملې سره دغه سیمه نیولې ده ، اوس دامریکائی پوځ په وتلو سره په لټه کې ده چې په منبج حمله وکړی او دغه ښار هم ونیسی، او په حقیقت کې دا د منبج د لارې دنقشې یوه برخه ده،چې دامریکا او تریکې په وسیله انځور شوې ده .په جرابلس ،اعزاز،مارع او الباب کې د فرات د ډال په نامې دعملیاتو له حوزې او همداراز د منبج په لور له عفرینه ،دسورئې دآزادپوځ په نامې د لوری دځواک لیږدول پیل شوی دی.د سورئې دډیموکراټیک ځواک یا وائی پی جی ځواک له دغه جدی ګواښ سره دمقابلې لپاره دسورئې پوځ څخه مرسته غوښتې ده .
د وائی پی جی ځواک ویندوی جیهان احمد په دې باب وائی ،دغه ډله منبج ښار ته د سورئې دپوځ ورتلل تائیدوی او د سورئې له پوځ سره یو ځای د ترکیې په وړاندې د لارو دبندولو لپاره هڅه کوی، او نور اجازته نه ورکوی څو په سورئې کې دترکیې په څیر پوځ یا وسلوال بهرنیان سیمې تر پښو لاندې کړی .