د سورئې پوځ د درستو سوریاوالو امنیت تضمینوی
د سورئې دپوځ لوئې درستیزوالۍ پرون د سورئې د منبج ښار داوسیدونکو غوښتنې ته په ځواب کې دغه ښار ته خپل پوځی یونټونه لیږدولی او ددغه ښار په سترو ودانیو او لوړو ځایونو کې ئې دسورئې ملی بیرغ رپولی دی .
دسورئې دپوځ لوئې درستیزوالۍ پرون ناوخته دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دسورئې په منبج ښار کې د درستو سوریاوالو او او د دیره نورو کسانو بشپړ امنیت تضمین کړی او په دې باب دې هیڅ اندیښنه نه لری..
د سورئې دپوځ لوئې درستیزوالۍ پرون د سورئې د منبج ښار داوسیدونکو غوښتنې ته په ځواب کې دغه ښار ته خپل پوځی یونټونه لیږدولی او د دغه ښار په سترو ودانیو او لوړو ځایونو کې ئې دسورئې ملی بیرغ رپولی دی .
زمونږخبریال راپورراکړ د سورئې پوځ د دغه هیواد دخاورې چپه په چپه ،د درستو ترهه ګرو دنابودۍ لپاره هڅې ته په اشارې سره ، پر سوریاوالو غږ کړی ،د هیواد دملی حاکمیّت په ساتلو کې دې پخپلې لارې ته دوام ورکړی.
دسورئې منبج ښار ته د دغه هیواد دپوځ له ورتلو وروسته د سورئې په ختیځ او شمال ختیځ کې سوریاوالو خوشالۍ کړی او سړکونو ته راوتلی دی ږ
له دې سره په یووخت د سورئې دکردډیموکراټیک ځواک ویندوی جیهان احمد منبج ښار ته د سورئې دپوځ د ورتلو په تائیدولو سره د ترکیې په وړاندې د لارې دبندلولو لپاره د سورئې دپوځ ترڅنګ او مټ په مټ په جنګیدو او پر هڅو ټینګار کړی دی .