د شیخ نمر شهادت د عربستان د رژیم حقیقت څرګند کړ
(last modified Sat, 12 Jan 2019 03:13:49 GMT )
Jan 12, 2019 07:43 Asia/Kabul
  • د شیخ نمر شهادت د عربستان د رژیم حقیقت څرګند کړ

د لبنان د حزب ا... غورځنګ د اجرايي شورا مرستیال مشر وویل: سعودي رژیم خپل وجود د قتل، ترهګرو اقداماتو او د مسلمانانو خلاف د دسیسو د سیاست په بنیاد جوړ کړی دی.

العالم ټي وي چینل پرون خبر ورکړ چې شیخ علي دعموش په بیروت کښې د شیخ نمر باقر النمر د شهادت د دریمې کلیزې د درنښت په مراسمو کښې وویل: د عربستان رژیم د شیخ النمر د وژلو له لارې د هر هغه مخالف غږ د غلې کولو په لټه کښې و چې د دغه رژیم حقیقت او سیاستونه په ډاګه کوي.

هغه ټینګار وکړ: د شیخ النمر شهادت د عربستان د رژیم جنایتونه او د هغه حقیقت څرګند کړ.

د ویلو ده چې د عربستان مشهور عالمِ دین شیخ نمر باقر النمر د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په دویمه نیټه، پر سعودي رژیم د نیوکې په وجه اعدام کړی شو چې له امله یې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې مسلمانانو د عربستان په واکمن رژیم باندې سخته نیوکه وکړه.

 

ټیګونه