په حسکه کې د امریکا دوه نور عسکر ژوبل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79831-په_حسکه_کې_د_امریکا_دوه_نور_عسکر_ژوبل_شوې
خبری رسنیو د سوریې د شمال ختیځ په حسکه ولایت کې د امریکایي پوځیانو په لاره کې د یو کاربم د چاودیدو او د دوو امریکایي پوځیانو د ژوبلیدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2019 02:35 Asia/Kabul
  • په حسکه کې د امریکا دوه نور عسکر ژوبل شوې

خبری رسنیو د سوریې د شمال ختیځ په حسکه ولایت کې د امریکایي پوځیانو په لاره کې د یو کاربم د چاودیدو او د دوو امریکایي پوځیانو د ژوبلیدو خبر ورکړی دی.

 

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې  د روسیې الیوم چینل  وویل:  پرون  په حسکه ولایت کې په اوه څلویښتم نمبر پل سیمه کې د امریکایي پوځیانو کاروان ته نزدې یو کاربم وچاودید.

 د کردانو هاوار خبري اژانس هم راپور ورکړی چې  له دې وروسته چې کرد امنیتي ځواکونه په یو انتحاري ګاډي شکمن شول  او د هغه د  ودرولو هڅه یې وکړه دغه  ګاډی د تلاشۍ یوې پوسټې ته نزدې  وچاودیده .

په عین حال کې د سوریې د بشري حقوقو  څار  اعلان وکړ چې د دغه چاودنې له امله تر اوسه دوه  امریکایي پوځیان ژوبل او  د سوریې پينځه دموکرات  عسکر وژل شوې دي.

تیره اونۍ هم  د سوریې د شمال په منبج ښار کې د امریکایانو د ګزمې  ګاډي ته نزدې د یو  کاربم د چاودنې له امله  پينځه امریکایي پوځیان او  د منبج د پوځي شورا په نامه  ډلې اتلس غړي وژل شوې وو. داعش ترهه ګرې ډلې د دغه حملې مسوولیت په غاړه اخستی دی.