د سعودي پوليسو په ډزو سره لږ تر لږه څلور تنه ووژل شول
(last modified Sun, 21 Apr 2019 11:11:05 GMT )
Apr 21, 2019 15:41 Asia/Kabul
  • د سعودي پوليسو په ډزو سره لږ تر لږه څلور تنه ووژل شول

د رياض په شمال کښې د آل سعود رژيم په مخالفانو د سعودي پوليسو په ډزو کښې لږ تر لږه څلور تنه ووژل شول.

د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې سعودي سرچیو نن وويل، د رياض د شمال په الزلفي سيمه کښې پوليسو ځواکونو په مخالفينو ډزې وکړې.

سعودي امنيتي چارواکو له مخالفينو سره د پوليسود نښتې د وجې په اړه زيات تفصيلات نه دي بيان کړي.

د يو بل خبر له مخې د سعودي د حکومت مخکښېنۍ صلاحکاره او ښځو ته د ډرائيونګ د اجازې په ورکولو او په بلدياتي انتخاباتو کښې ښځو ته د رائې د حق د ورکولو يوه پلوي مېرمن ميساء المانع سعودي پوليسو ونيوه.

د سعودي د وليعهد په توګه د محمد بن سلمان د منصوبېدو له وخت چې په سيمه کښې د امريکې او اسرائيلو سياستونه عملي کوي د دغه هېواد په لسګونو  سوداګران،شاهزادګان او مذهبي عالمان نيولي او په جېل کښې اچول شوي دي.

 

ټیګونه