روسیې دترهګرو ډلو دولس توغندی شنډ کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82032-روسیې_دترهګرو_ډلو_دولس_توغندی_شنډ_کړل
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې په لویدیځ کښې په حمییم اډې کښې د روسیې د غږملیتامرکز بیګا وویل ددغه اډې دافع هوا سیسټم دولس(۱۲) توغندی نسکور کړی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 09, 2019 05:48 Asia/Kabul
  • ترکیې هم له سوریې سره په خپل سرحد کښې دعسکرو او دتجهیزاتو شمیر زیات کړی دی .
    ترکیې هم له سوریې سره په خپل سرحد کښې دعسکرو او دتجهیزاتو شمیر زیات کړی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې په لویدیځ کښې په حمییم اډې کښې د روسیې د غږملیتامرکز بیګا وویل ددغه اډې دافع هوا سیسټم دولس(۱۲) توغندی نسکور کړی دی .

په دغه اډې کښې د روسیې پوځی قوماندان برید جنرال ویکتور کوپچیشین وویل دسوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت کښې د تاوتریخوالی دکمولو په سیمه کښې دیره ترهګرو په حمیمیم (Khmeimim Air Base) هوایی  اډې دولس (۱۲)توغندی وویشتل .

د روسیې هوایی ځواک او د سوریې پوځیانو د ترهګرو له دغه توغندوی  بریدونو وروسته په ادلب ولایت کښې په هغو سیمو چې توغندی ترې ویشتل شوی وو بمبارې وکړې چې له کبله یې د ترهګرو ډلو مرکز تباه او یوشمیر ټروریسټان هم هلاک شول .

ادلب ولایت په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اخری مرکز دی .

بل خبر دا چې دسوریې پوځ پرون دحماه ولایت په خوا کښې کفر نبوده(Kafr Nabudah) ستراتیژیک ښارګی له ترهګرو ازاد کړ .

د حماه ولایت په خوا کښې کفرنبوده (Kafr Nabudah)ستراتیژیک ښارګی ددغه ولایت شمالی او لویدیځې سیمې له یوبل سره ګنډی .

د سوریې دپوځ له عملیاتو او دادلب ولایت په لور له پرمختګ سره په یووخت ترکیې هم له سوریې سره په خپل سرحد کښې دعسکرو او دتجهیزاتو شمیر زیات کړی دی .