دوو لاکو فلسطینیانو په قبله اول کښې د جمعې لمونځ وکړ
(last modified Sat, 18 May 2019 03:01:56 GMT )
May 18, 2019 07:31 Asia/Kabul
  • دوو لاکو فلسطینیانو په قبله اول کښې د جمعې لمونځ وکړ

د فلسطین د اسلامي اوقافو ادارې وویل: د دې اونۍ د جمعې په لمانځه کښې دوو لکو (دوه سوه زرو) روژتي فلسطینیانو ګډون وکړ.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې صهیونیسټي رژيم پرون د جمعې په لمانځه کښې د فلسطینیانو د پراخ شتون له ویرې سخت امنیتي تدابیر غوره کړي او لمونځ کونکي یې تلاشي کول.

تیره اونۍ هم د روژې د مبارکې میاشتې په وړومبۍ جمعه په قدس کښې یو لاک اتیاؤ زرو فلسطینیانو د جمعې لمونځ ترسره کړی و.

د نیواکي قدس په اوسیدونکو سربیره، زیات شمیر لمونځ کونکي د رام الله ښار په شمول د خواوشا سیمو او له ځینو سرحدي لارو په تیریدو او د اوږدو مزلونو په کولو سره ځانونه په اقصی جومات کښې د جمعې لمانځه ته رسوي.