دیمن عسکرو په ګوډاګیانو توغندوی بریدونه وکړل
May 28, 2019 05:10 Asia/Kabul
-
دیمن پرضد دسعودي عربستان د پوځي تیریو په دوام کښې تراوسه په لسګونو زره کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي .
تسنیم خبری اژانس وایی د یمن پوځ او ولسی کمیټو بیګا دیمن په شمال کښې په حجه ولایت کښې په حیران سیمه کښې د سعودی عربستان د ګوډاګیانو په مرکزونو د څو توغندیو بریدونه وکړل .
دغه توغندی په دقت سره په خپلو هدفونو لګیدلی دی او له کبله یې دسعودی عربستان په لسګونو ګوډاګیان وژل شوی او یا ژوبل شوی دی.
دیمن پوځ ویلی دی حکومتی عسکرو ژمنه کړی ده چې هیڅ تیریګر به هیواده ژوند ونه وځی .
دیمن پرضد دسعودی عربستان ، د متحده عربی اماراتو، امریکا ، بریتانیا ، اردن او داسرائیلو وغیره د پوځی تیریو په دوام کښې تراوسه په لسګونو زره کسان وژل شوی او ژوبل شوی دی .
ټیګونه