دیمن عسکرو په عربستان برید کړی
Jun 05, 2019 05:45 Asia/Kabul
-
دیمن پوځ او ولسي کمیټیانې کابو هره ورځ د سعودي عربستان په ځینو سرحدي سیمو د بلاسټیک توغندیو بریدونه کوي .
زمونږخبریال وایی د یمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا په خپل هیواد کښې دسعودی عربستان جنایتونو ته په ځواب کښې په عسیر ولایت کښې په الربوعه سیمه کښې د عربستان د عسکرو په مرکزونو د زلزال یوډوله ځایی بلاسټیک توغندیو برید وکړ چې له کبله یې دعربستان په لسګونو عسکر هلاک یا ژوبل شوی دی .
د یمن عسکر دغه راز وتوانیدل له درنو وسلو په کار اخیستلو سره د الربوعه سیمې په لور د سعودی عربستان او دهغه د ګوډاګیانو د پرمختګ مخه ونیسی اوهغوې ته زیاتې مرګ ژوبلې واړوی .
دیمن پوځ او ولسی کمیټیانې کابو هره ورځ د سعودی عربستان په ځینو سرحدی سیمو د بلاسټیک توغندیو بریدونه کوی اودغه کار په یمن د سعودی عربستان دائتلاف تیریو او دملکی خلکو وژلو ته په غبرګون کښې ترسره کیږی .
ټیګونه