دیمن پوځ دعربستان عسیر په درو نورو توغندیو وویشت
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82746-دیمن_پوځ_دعربستان_عسیر_په_درو_نورو_توغندیو_وویشت
دفیډرل جرمنی مرکزی پارلیمان مرستیال مشر او شنو دګوند یوه مسئول مقام د اماراتو په سیمه ایز رول په نیوکو سره وئیلی دی ، دغه هیواد د یمن په ضد دسعودی ائیتلاف دجنګ یو خوځنده انجن دی او دابوظبئ ولی عهد محمد بن زاید د نړۍ په اوسنی ترټولو ستر بشری ضد جنایت کې لاس لری .
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Jun 12, 2019 06:31 Asia/Kabul
  •  دیمن پوځ  دعربستان عسیر په درو نورو توغندیو وویشت

دفیډرل جرمنی مرکزی پارلیمان مرستیال مشر او شنو دګوند یوه مسئول مقام د اماراتو په سیمه ایز رول په نیوکو سره وئیلی دی ، دغه هیواد د یمن په ضد دسعودی ائیتلاف دجنګ یو خوځنده انجن دی او دابوظبئ ولی عهد محمد بن زاید د نړۍ په اوسنی ترټولو ستر بشری ضد جنایت کې لاس لری .

 العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړ  د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د  توغندوی یونټ  له خوا  دسعودی ائیتلاف  دتیریو په ځواب کې بیګا  دعربستان  دجنوب په عسیر ولایت کې  په  ابواب  الحدید  سیمې کې د سعودی تالی څټو  مورچلې  په  الزلزال  یو ډوله  دورو  توغندیو وویشتې .

 راپور ښئ  په دغو توغندوی عملیاتو کې  دسعودی پیلی ځواک  یو شمیر پوځیان هلاک او یا ټپیان شوی دی .

دیمن  دپوځ او مبارزو ولسی کمیټیو  توغندوی یونټ  تقریبا هره ورځ  دعربستان  په  داخل کې  په بالیسټک توغندیو سره  پوځی  مرکزونه په نښه کوی  چې  دغه ا قدام په یمن  د سعودی ائیتلاف  دتیریو  په غبرګون او د دغه هیواد د  عامو کسانو  د په نښه کولو  په غبرګون کې ترسره کیږی .

د اپه داسې حال کې دی چې  د جرمنی  دپارلیمان مرستیال  مشر کلاوډیا روت  جرمنی ته د  ابوظبئ دولی عهد  د سفر په درشل کې  دیمن په ضد دسعودی تیریګر ائیتلاف  په جنګ  کې د  متحده عربی اماراتو  په کرغیړن رول سختې نیوکې کړی دی . دفیډرل  جرمنی مرکزی پارلیمان مرستیال مشر  او شنو دګوند یوه مسئول مقام  د اماراتو  په سیمه ایز رول  په نیوکو سره  وئیلی دی ، دغه هیواد  د یمن په ضد دسعودی ائیتلاف  دجنګ یو خوځنده انجن  دی او  دابوظبئ ولی عهد محمد بن زاید  د نړۍ  په  اوسنی ترټولو ستر بشری ضد جنایت کې لاس لری .