دیمن عسکرو دعربستان په مرکز توغندی ویشتلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83785-دیمن_عسکرو_دعربستان_په_مرکز_توغندی_ویشتلی
زمونږخبریال وایی د یمن پوځ او ولسی کمیټیو په شمال کښې په الجوف ولایت کښې په« الاجاشر» سیمه کښې په طیبه پوځی اډې باندې د زلزال یو(Zelzal) ډوله توغندی برید وکړ چې له کبله یې دعربستان په لسګونو ګوډاګیان مړه او ژوبل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 02, 2019 09:36 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې دیمن دخلکو پرضد بمباریو ، حملو او جنایتونو ته دوام ورکړی .
    سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې دیمن دخلکو پرضد بمباریو ، حملو او جنایتونو ته دوام ورکړی .

زمونږخبریال وایی د یمن پوځ او ولسی کمیټیو په شمال کښې په الجوف ولایت کښې په« الاجاشر» سیمه کښې په طیبه پوځی اډې باندې د زلزال یو(Zelzal) ډوله توغندی برید وکړ چې له کبله یې دعربستان په لسګونو ګوډاګیان مړه او ژوبل شول .

دیمن عسکرو په حجه ولایت کښې هم د المعامین دښتې په جنوب او د النار غره په لویدځ کښې د عربستان د ګوډاګیانو په مرکز برید وکړ چې  د تیریګرو د پوځی تجهیزاتو په تباه کیدا سربیره ګڼ شمیر کسان مړه او ژوبل شول .

دیمن پوځ او سنیپرانو(snipers ) هم په بیلابیلو عملیاتو کښې په عسیر ولایت کښې د سعودی عربستان پینځویشت(۲۵) ګوډاګیان مړه یا ژوبل کړی دی .

سعودی عربستان له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن دخلکو پرضد بمباریو ، حملو او جنایتونو ته دوام ورکړی چې له کبله یې په زرګونو بې ګناه خلک مړه او ژوبل شوی او د کورونو ، روغتونونو ، بازارونو  او اوبو او دبریښنا دچینلونو په شمول ډیرې بیخی بنایانې تباه شوی هم دی .