دیمن پوځ په عربستان بریدونه کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83808-دیمن_پوځ_په_عربستان_بریدونه_کړی_دی
زمونږخبریال وایی د یمن دپوځ ویاند یحیی سریع وویل په نجران کښې دسعودی عربستان په یوې (۱) اډې د بدر ایف(Badr-f. ) بلاسټیک توغندی برید شوی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 03, 2019 15:11 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان دغه راز دیمن په«الجوف» او «تعز » ولایتونو هم هوايي تیري وکړل .
    سعودي عربستان دغه راز دیمن په«الجوف» او «تعز » ولایتونو هم هوايي تیري وکړل .

زمونږخبریال وایی د یمن دپوځ ویاند یحیی سریع وویل په نجران کښې دسعودی عربستان په یوې (۱) اډې د بدر ایف(Badr-f. ) بلاسټیک توغندی برید شوی .

هغه وویل په نجران کښې دسعودی عربستان  رژیم د اډې  پرضد د مقاومت د ځواکونو په دغو عملیاتو  کښې په ډیرو مالی تاوانونو سربیره د سعودی عربستان په لسګونو تیریکر عسکر هم مړه یا ژوبل شوی دی .

دیمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل دغه عملیات مخه نیونکی عملیات وو ځکه چې تیریګرو نیت درلود له «سقام» سیمې څخه د یمن د سرحدی جبهو په لور پرمختګ وکړی .

بل خبر دا چې دیمن پوځ او ولسی کمیټیو د «البیضا» ولایت په «الناطع» سیمه کښې په عملیاتو کښې دسعودی  ګوډاګیانو څو پوځی ګاډی ویجاړ کړل .

له بلې خوا دسعودی عربستان تیریګرو دیمن په لویدیځ کښې د«الحدیده »ولایت په بیلابیلو سیمو د توغندیو او دهوانونو بریدونه وکړل .

سعودی عربستان دغه راز دیمن په«الجوف» او «تعز » ولایتونو هم هوایی تیری وکړل .