د یمن عسکرو دعربستان ۳۰ ګوډاګیان هلاک کړی
-
دیمن پرضد دسعودي عربستان جنګ او جنایت تراوسه ددغه هیواد په لسګونو زره خلک وژلي او په میلیونونو نور یې کډوال کړي هم دي .
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د یمن د پوځ او د ولسی ځواکونو سنیپرانو(sniper ) پرون په یو لړ عملیاتو کښې د سعودی عربستان په جنوب کښې په عسیر او جیزان کښې د سعودی عربستان دیرش(۳۰) ګوډاګیان هلاک کړل .
د یمن یوې (۱) پوځی سرچینې وویل د سعودی عربستان دوه ویشت(۲۲) ګوډاګیان د جیزان په جبل قیس او اته (۸) نور هم د عسیر په علب سیمه کښې ووژل شول .
دیمن پوځ وویل د دوې ځواکونه بریالی شول په شمال کښې د الجوف ولایت په «خب وا لشعف »ولسوالۍ کښې په الظهره چورلیز کښې د سعودی عربستان د ائتلاف څو مرکزونه ونیسی .
د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسی دفتر غړی «محمد البخیتی» هم وویل وسله وال ځواکونه د یمن پرضد تپلی جنګ کښې په ټول قدرت سره د هیواد دفاع کوی .
دیمن پرضد دسعودی عربستان جنګ او جنایت تراوسه ددغه هیواد په لسګونو زره خلک وژلی او په میلیونونو نور یې کډوال کړی هم دی .