عربستان باید د متحده عربی اماراتو له ائتلافه ووځی
-
د یمن دجنوب انتقالي شورا د ابوظهبۍ د استخباراتو په کوټه کښې زیږیدلي ده .
ایرنا خبری اژانس وایی د یمن استعفا شوی حکومت دیمن پرضد د سعودی عربستان له ائتلاف څخه د متحده عربی اماراتو د وتلو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې نړیوالو محکمو او ادارو ته به دابوظهبۍ پرضد شکایت وکړی .
د یمن د استعفا شوی حکومت د ټرانسپورټ وزیر «صالح الجبوانی له سپوتینک خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل دیمن په جنوب کښې په عدن سیمه کښې د تاوتریخجنو پیښو بشپړه مسولیت د متحده عربی اماراتو پرغاړه دی .
له تیرو څو ورځو راهسې دیمن په جنوب کښې د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو تر ملاتړې لاندې د وسله والو ډلو ترمینځ جنګونه زیات شوی دی او له کبله یې ګڼ شمیر کسان وژل شوی هم دی .
صالح الجبوانی وویل د یمن دجنوب انتقالی شورا د ابوظهبۍ د استخباراتو په کوټه کښې زیږیدلی ده او له دې کبله هغه د متحده عربی اماراتو یو(۱) ارګان دی .
دغه راز دیمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام وویل دیمن په فضا کښې د امریکا د الوتکو الوتونه دیوه(۱) خپلواکه هیواد د واکمنۍ په خلاف ورزۍ کښې عملی ګډون دی .
هغه وویل امریکا دخپلوکارو پایلوته متوجه نه ده .