دلبنان حزب الله داسرائیلو الوتکې نسکورې کړې
-
صهیونیسټ رژيم د ترهګرو د ملاتړ لپاره د سوریې د پوځ په مرکزونو او بیخ بنایانو بریدونه کوي .
العالم ټیلی ویژن د لبنان د حزب الله غورځنګ د یوه(۱) چارواکی په قول وویل ددغه ځواک دافع هوا نن سهار وختی د پلازمینې بیروت په جنوب کښې دصهیونیسټ رژیم دجاسوسۍ دوې (۲) بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړې .
د حزب الله دافع هوا د لبنان دپلازمینې بیروت په جنوب کښې په ضاحیه سیمه کښې د اسرائیلو دغه دوې(۲) بې پایلوټه الوتکې ویشتلی او هغه یې نسکورې کړی دی .
دلبنان په هوایی حریم د صهیونیسټ رژیم د بې پایلوټه الوتکو دغه تیری په سوریې د دغه رژیم له برید څو ساعته وروسته ترسره شول .
صهیونیسټ رژیم تل د لبنان د هوایی ، سمندری اوځمکنی حریم خلاف ورزیانې کوی .
صهیونیسټ رژیم په ځینو موردونو کښې دلبنان له هوایی حریم څخه په سوریې د حملې لپاره استفاده کوی .
دصهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو بیګا هم دسوریې د پلازمینې دمشق په جنوب کښې په «عقربا» کلی توغندی ویشتلی وو .
صهیونیسټ رژیم د ترهګرو د ملاتړ لپاره د سوریې د پوځ په مرکزونو او بیخ بنایانو بریدونه کوی .