دیمن پوځ دعربستان په هوایی ډګر برید کړی
-
سعودي عربستان څه دپاسه څلور(۴) کاله کیږي چې دیمن په بیلابیلو سیمو بمبارۍ کوي .
المسیره ټیلی ویژن راپور ورکړ دیمن پوځ او ولسی کمیټیو په قاصف دوه کی (Qasef-2K) بې پایلوټه الوتکو سره د سعودی عربستان په جنوب کښې په عسیر ولایت د ابها(Abha) په نړیوال هوایی ډګر برید وکړ .
دیمن دپوځ ویاند یحیی سریع وویل په ابها هوایی ډګر د قاصف دوه کی (Qasef-2K) بې پایلوټه الوتکو دقیقه حمله ددغه هوایی ډګر په الوتونو کښې د ګډوډۍ درامینځته کیدا سبب شوی ده .
هغه وویل په ابها هوایی ډګر حمله د سعودی عربستان جنایتکارانه اقداماتو ، دیمن دخلکو د کلابندۍ دوام او دریاض پرله پسې هوایی حملو ته په ځواب کښې شوی ده .
په تیرو اونیو کښې د یمن ولسی کمیټیو او پوځ په ځلونو دسعودی عربستان په ابها هوایی ډګر بریدونه کړی دی .
سعودی عربستان دغه هوایی ډګر د جنګی الوتکو د چمتوکولو او ملاتړ لپاره کاروی .
سعودی عربستان څه دپاسه څلور(۴) کاله کیږی چې دیمن په بیلابیلو سیمو بمبارۍ کوی .