دیمن عسکرو د عربستان درې ګوډاګیان هلاک کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84548-دیمن_عسکرو_د_عربستان_درې_ګوډاګیان_هلاک_کړل
زمونږ خبریال وایی د یمن سنیپرانو د سعودی عربستان په جنوب کښې په عسیر ولایت کښې په «مجازه الشرقیه» سیمه کښې پرون د سعودی عربستان درې (۳) ګوډاګیان په ډزو سره هلاک کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2019 00:25 Asia/Kabul
  • په یمن کښې دسعودي عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو په جنګونو او تیریو کښې تراوسه څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) بې ګناه خلک وژل شوي .
    په یمن کښې دسعودي عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو په جنګونو او تیریو کښې تراوسه څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) بې ګناه خلک وژل شوي .

زمونږ خبریال وایی د یمن سنیپرانو د سعودی عربستان په جنوب کښې په عسیر ولایت کښې په «مجازه الشرقیه» سیمه کښې پرون د سعودی عربستان درې (۳) ګوډاګیان په ډزو سره هلاک کړل .

دیمن دفاع وزیر برید جنرال محمد ناصر العاطفی څه موده مخکې ویلی وو د تیریګرو پرمخ د جهنم ورونه خلاص شوی دی .

سعودی  عربستان د امریکا ، دمتحده عربی اماراتو، د انګلستان د اردن او د اسرائیلو وغیره په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې په یمن پوځی تیریو ، او دځمکې ، هوا او دسمندر له لارې کلابندیو ته دوام ورکړی.

په یمن کښې دسعودی عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو په جنګونو او تیریو کښې تراوسه څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) بې ګناه خلک وژل شوی ، په لسګونوزره نور ژوبل شوی او په میلیونونو نور کډوال شوی هم دی .