د یمن عسکرو د عربستان په ګوډاګیانو برید کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84604-د_یمن_عسکرو_د_عربستان_په_ګوډاګیانو_برید_کړی
السمیره ټیلی ویژن راپور ورکړ دیمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا د سعودی عربستان دائتلاف تیریو او جنایتونو ته په ځواب کښې په عسیر ولایت کښې د دغه ائتلاف په مرکزونو د توغندیو برید وکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 14, 2019 04:21 Asia/Kabul
  • د یمن پوځ او ولسي کمیټۍ تقریبا هره ورځ د سعودي عربستان په سرحدي سیمو د بلاسټیک توغندیو بریدونه کوي .
    د یمن پوځ او ولسي کمیټۍ تقریبا هره ورځ د سعودي عربستان په سرحدي سیمو د بلاسټیک توغندیو بریدونه کوي .

السمیره ټیلی ویژن راپور ورکړ دیمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا د سعودی عربستان دائتلاف تیریو او جنایتونو ته په ځواب کښې په عسیر ولایت کښې د دغه ائتلاف په مرکزونو د توغندیو برید وکړ .

د یمن پوځ او ولسی کمیټیو په څلورو (۴)زلزال یو ډوله توغندیو سره د سعودی عربستان په جنوب کښې د عسیر ولایت په« البواب الحدید» سیمه کښې د عربستان د تیریګر ائتلاف د ګوډاګیانو په مرکزونو حملې وکړې چې له کبله ې د سعودی عربستان عسکرو او دهغوې ګوډاګیانو ته یوشمیر مرګ ژوبلې او مالی تاوانونه رسیدلی دی .

د یمن پوځ او ولسی کمیټۍ تقریبا هره ورځ د سعودی عربستان په سرحدی سیمو د بلاسټیک توغندیو بریدونه کوی او دغه حملې  په یمن د سعودی عربستان د ائتلاف تیرو او د ملکی خلکو وژلو ته په غبرګون کښې ترسره کیږی .