په لویدیځی آسیاسیمې کې صهیونیسټی رژیم یوازینی ایټمی وسله لرونکی دی
جواد ظریف په یوه ټولینز پیغام کې د صهیونیسټ رژیم دایټمی آزموینو په باب د امریکا د پخوانی ولسمشر جیمی کارټر دحکومت د پټوَنو په باب هم لیکلی دی ، یادونه کوم چې ا سرائیل د مونږ په سیمې کې دایټمی وسلو لرونکی یوازینی رژیم دی او څلویښټ کاله مخکې هم د امریکا پر سیاستونو دوه ګوڼه معیارونه واکمن وو .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا په یولړ څرګندونو کې د صهونیسټ رژیم د غیر سوله ایز ایټمی پروګرام څخه دامریکا اوڅاره ملاتړونو ته اشاره کړې او وئیلی ئې دی ، دغه رژیم په لویدیځی آسیا سیمې کې د ایټمی وسلو لرونکی یوازینی رژیم دی .
جواد ظریف په یوه ټولینز پیغام کې د صهیونیسټ رژیم دایټمی آزموینو په باب د امریکا د پخوانی ولسمشر جیمی کارټر دحکومت د پټوَنو په باب هم لیکلی دی ، یادونه کوم چې ا سرائیل د مونږ په سیمې کې دایټمی وسلو لرونکی یوازینی رژیم دی او څلویښټ کاله مخکې هم د امریکا پر سیاستونو دوه ګوڼه معیارونه واکمن وو .
دبیلابیلو کره راپورونو په ا ساس صهونیست رژیم څه دپاسه درې سوه ایټمی خولۍ لری چې درسته نړۍ نابودولی شی . دغه رژیم تر دې ډمه داین پی ټی تړون له لاسلیک کولو ډډه کړې او په دې زمینې کې دامریکا له بشپړ ملاتړونوبرخمن دی .