د مینځني ختیځ کړکیچونه دې له سفارتي لارې حل شي
د روسیې ولسمشر په ریاض کښې د سعودي عربستان له ولیعهد سره په کتنه کښې د مینځني ختیځ او شمالي افریقې د کړکیچونو په ډیپلماټیک هواري ټینګار وکړ.
د روسیې ولسمشر په ریاض کښې د سعودي عربستان له ولیعهد سره په کتنه کښې د مینځني ختیځ او شمالي افریقې د کړکیچونو په ډیپلماټیک هواري ټینګار وکړ.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین پرون په ریاض کښې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په کتنه کښې وویل: روسیه له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د هلوځلو او هم له سیاسي او سفارتي لارو د مینځني ختیځ او د افریقې د شمال د کړکیچونو د هواریدو ملاتړ کوي.
هغه څرګنده کړه: د روسیې د ملګرتیاؤ هدف په سیمه کښې د صلحې او امنیت پیاوړتیا او د نړیوالې انرجۍ په برخه کښې د ثبات ټینګیدل دي او دا ټول عوامل په ځان پسې ښې پایلې لري.
په دغه کتنه کښې سعودي ولیعهد هم وویل چې د انرجۍ په برخه کښې د ماسکو او ریاض ترمینځ ملګرتیا د سیمې له ثبات سره مرسته کوي.