د سوریې ولسمشر دجنګ لومړۍ کرښې ته ورغی
-
د سوریې حکومتي عسکر نیت لري د الحسکه ولایت په شمال کښې خپل دیره کیدل بشپړ کړي .
فارس خبری اژانس وایی د سوریې ولسمشر بشار اسد د پوځ له یوشمیر قومندانانو سره یوځاې په ادلب ولایت کښې له ترهګرو ډلو سره د جنګ د جبهو یوې (۱) لومړۍ کرښې ته ورغی .
د سوریې ولسمشر بشار اسد په ادلب ولایت کښې په شتون سره د دغه ولایت په جنوب کښې په «الهبیط »جبهې کښې د پوځ له عسکرو سره کتنه او خبرې وکړې .
ادلب ولایت د سوریې یوازنی ولایت دی چې د ترهګرو ډلو او دترکیې تر ملاتړ لاندې د وسله والو ډلو تر نیواک لاندې دی .
بل خبر دا چې د سوریې عسکر په شمال کښې ددیره کیدا په دوام کښې نن سهار د الحسکه ولایت په شمال لویدیځ کښې په اوو (۷) نورو کلیو کښې دیره شول .
دغه راپور وایی د سوریې پوځ په دغه پرمختګ کښې وتوانیدل د الکوزلیه ، د شویش ، د النوفلیه ، د المحل ، د البدران ، الحزام او د کهفه المراطی کلیو کنټرول په لاس کښې واخلی .
د سوریې سرچینو هم وویل حکومتی عسکر نیت لری د الحسکه ولایت په شمال کښې خپل دیره کیدل بشپړ کړی .