ایران د یمن والوترمینځ د خبرو او اووربند ټینګیدااړینه ګڼی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85503-ایران_د_یمن_والوترمینځ_د_خبرو_او_اووربند_ټینګیدااړینه_ګڼی
جواد ظریف په دغې کتنې کې له یمن سره د انسانی مرستو د لیږدولو لپاره د اسلامی ایران پر چمتووالی یو ځل بیا ټینګار کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2019 03:15 Asia/Kabul
  • ایران د یمن والوترمینځ د خبرو او اووربند ټینګیدااړینه ګڼی

جواد ظریف په دغې کتنې کې له یمن سره د انسانی مرستو د لیږدولو لپاره د اسلامی ایران پر چمتووالی یو ځل بیا ټینګار کړی دی .

 زمونږخبریال راپور  راکړ د  اسلامی ا یران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا په تهران کې د  یمن د انصار ا...ولسی غورځڼګ  له ویندوی  محمد عبدالسلام او ورسره پلاوی سره په کتنې کې د یمن   د کابو پنځه کلن تپلی جنګ  او کلابندۍ له امله په سختو شرائطو خواشینی ښودلې او  ددغه هیواد  د کلابندۍ  او د عامو خلکو دقتل عام د ختمولو غوښتنه ئې کړې ده .

 جواد ظریف په دغې کتنې کې  له یمن سره د انسانی مرستو د لیږدولو لپاره د اسلامی ایران پر چمتووالی یو ځل بیا ټینګار کړی دی .

 د یمن دانصار ا ... غورځنګ ویندوی او دیمن د خبرواترو د مرکچی ټیم مشر  محمد عبدالسلام  هم په دغې کتنې کې  دیمن له مظلوم ولسه د اسلامی ایران د ملاتړونو په قدرونې سره    د ایران د خارجه وزیر لپاره د یمن د  بحران دسیاسی حل لاروپه زمینې کې دلرلیدونو او همداراز د دغه  هیواد دانسانی غمیزو  په باب هم راپور وړاندې کړ .

 په یمن کې د سعودی عربستان  او دهغو دمتحدانو وحشی ډوله جنایتونه نه یوازې  په دغه هیواد کې د خوراکی  او درملیزو موادو د سخت کمښت لامل شوی ، بلکې تر دې دمه ئې په لسګونو  زره یمن وال په وینو کې لیت پیت کړی او دغه راز ئې په میلیونونو نور کډه په سر کړی دی .