حزب الله د لبنان د نوې کابينې زرترزره جوړولو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85760-حزب_الله_د_لبنان_د_نوې_کابينې_زرترزره_جوړولو_غوښتنه_وکړه
د لبنان د حزب الله د مشر مرستيال د دغه هېواد د نوې کابينې زرترزره جوړولو غوښتونکے شواو وې ويل، دغه بهير چې هرڅومره اوږديږي د لبنان د خلقو په ژوند به يې منفي اثرات لا زيات شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2019 12:16 Asia/Kabul
  • حزب الله د لبنان د نوې کابينې زرترزره جوړولو غوښتنه وکړه

د لبنان د حزب الله د مشر مرستيال د دغه هېواد د نوې کابينې زرترزره جوړولو غوښتونکے شواو وې ويل، دغه بهير چې هرڅومره اوږديږي د لبنان د خلقو په ژوند به يې منفي اثرات لا زيات شي.

د ايرنا د رپوټ له مخې شېخ نعيم قاسم بېګا د لبناني مظاهرچيانو له اقتصادي او اجتماعي غوښتنو څخه د حزب الله په ملاتړ باندې تاکيد وکړ او د لبنان د خلقو د غوښتنو د منحرفولو په اړه ورانکارو ډلو او کسانو ته خبردارے ورکړ.

شېخ قاسم همدارنګ د مظاهره کونکو لخوا د يوې مرکزي کمېټۍ د جوړولو په ضرورت تاکيد وکړ او زياته يې کړه، د دغې کمېټۍ په جوړېدو سره سره حقيقي احتجاج کونکي معلوم شي.