د سوریې پوځ دترهګرو بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړې
زمونږ خبریال وایی د سوریې دافع هوا پرون د دغه هیواد په لویدیځ کښې د حماه ښار په شاوخوا کښې د ترهګرو ډلو څو بې پایلوټه الوتکې معلومې کړې او هغه یې نسکورې کړې .
د سوریې دافع هوا تیره میاشت هم په لاذقیه ولایت کښې حمیمیم اډې ته نږدې د ترهګرو ډلو څو بې پایلوټه الوتکې معلومې کړی او نسکورې کړی وې .
په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د صهیونیسټ رژیم په ګټه د سیمې د معادلاتو د بدلولولو لپاره د سعودی عربستان د امریکا او دنورو عربو هیوادونو تر ملاتړ لاندې د ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره پیل شوی دی چې اوس هم دوام لری .
د سوریې پوځ د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځی سلاکارانو په مرستې او د روسیې په ملاتړ سره په دغه هیواد کښې د داعش ترهګرې ډلې دوسیه تړلی ده او نورې ترهګرې ډلې هم دماتی خوړلو په حال کښې دی .