د سوریې پوځ دترهګرو بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86263-د_سوریې_پوځ_دترهګرو_بې_پایلوټه_الوتکې_نسکورې_کړې
زمونږ خبریال وایی د سوریې دافع هوا پرون د دغه هیواد په لویدیځ کښې د حماه ښار په شاوخوا کښې د ترهګرو ډلو څو بې پایلوټه الوتکې معلومې کړې او هغه یې نسکورې کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2019 01:21 Asia/Kabul
  • د سوریې پوځ دترهګرو بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړې

زمونږ خبریال وایی د سوریې دافع هوا پرون د دغه هیواد په لویدیځ کښې د حماه ښار په شاوخوا کښې د ترهګرو ډلو څو بې پایلوټه الوتکې معلومې کړې او هغه یې نسکورې کړې .

د سوریې دافع هوا تیره میاشت هم په لاذقیه ولایت کښې  حمیمیم اډې ته نږدې د ترهګرو ډلو څو بې پایلوټه الوتکې معلومې کړی  او نسکورې کړی وې .

په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د صهیونیسټ رژیم په ګټه د سیمې د معادلاتو د بدلولولو لپاره د سعودی عربستان د امریکا او دنورو عربو هیوادونو تر ملاتړ لاندې د ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره پیل شوی دی چې اوس هم دوام لری .

د سوریې پوځ د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځی سلاکارانو په مرستې او د روسیې په ملاتړ سره په دغه هیواد کښې د داعش ترهګرې ډلې دوسیه تړلی ده او نورې ترهګرې ډلې هم دماتی خوړلو په حال کښې دی .