د داعش ګڼ شمیر غړی عراق ته ورغلل
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د عراق د الحشد الشعبی ځواک د څلورڅلویښتمې (۴۴) فرقې قومندان حمید الیاسری وویل د داعش غړی په ښکاره او ازادۍ سره د امریکا د ائتلاف په څارنې سره له سوریې څخه عراق ته ورځی .
هغه نن وویل د الحشد الشعبی ځواک سرچینې چې په سرحدونو کښې شتون لری له سوریې څخه عراق ته د داعش ډلې د غړو په ښکاره ډول د ورتلو او نفوذ خبر ورکوی .
د داعش غړی له معلومو لارو څخه عراق ته ورځی .
د عراق د الحشد الشعبی ځواک دغه قومندان حمید الیاسری ډاګینه کړه د موجودو اطلاعاتو پراساس څه موده مخکې څه دپاسه یوسل پنځوس (۵۰) ترهګر عراق ته ورننوتل او سنجار ته نږدې سیمو ته ورغلل .
د سوریې سرچینو هم پرون وویل د امریکا پوځیانو د داعش ترهګرې ډلې درې سوه(۳۰۰) کورنۍ دسوریې په شمال ختیځ کښې د حسکه په جنوب ختیځ کښې له الهول کیمپ څخه عراق ته انتقالې کړې .
د امریکا پوځیان تل د داعش ترهګرې ډلې ملاتړ کوی او په داسې موقعو کښې چې هغوې د عراق او د سوریې د پوځ لخوا کلابند کیږی نو په هیلی کوپټرونو کښې یې امن سیمو ته بیایی .