داعش له سوریې څخه عراق ته کیمیاوی ګازونه انتقال کړی
ایرنا خبری اژانس وایی د عراق د ولسی بسیج ځواک الحشد الشعبی د څلورڅلویښتمې (۴۴) فرقې قومندان حمید الیاسری پرون وویل داعش ترهګرې ډلې له سوریې څخه خردل یعنی مسټرډ (Mustard gas, )کیمیاوی ګازونه عراق ته وروړی دی .
حمید الیاسری په دې خبرې سره چې د داعش ترهګرې ډلې هغه غړی چې له سوریې څخه عراق ته ورځی له ځانونو سره مسټرډ ګازونه(Mustard gas, ) لری وویل د عراق د پوځ چارواکی له دې موضوع خبر دی او په همدې دلیل باید د دغه ډلې د غړیو د له مینځه وړلو لپاره عملیات پیل شی .
له دې مخکې هم د عراق چارواکو د سوریې له سرحدونو د عراق خاورې ته د داعش ترهګرې ډلې د غړیو د ورتلو خبر ورکړی وو .
امریکا له سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو ، انګلستان، فرانسې ، کویت ، بحرین او ځینو نورو عربو هیوادونو سره یوځاې د داعش ډلې غړی له سره منظم کړی دی او اوس یې ډیر غړی عراق ته بیرته بیولی دی چې ددغه هیواد امنیتی حالات بیا خراب کړی .