سوریې د امریکا لخوا د تیلو د څاګانو نیول وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86712-سوریې_د_امریکا_لخوا_د_تیلو_د_څاګانو_نیول_وغندل
زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمی استازی بشار جعفری د خپل هیواد د سیاسی حالاتو په هکله د امنیت شورا په غونډې کښې د سوریې د تیلو په میدانونو د امریکا سلطه رد شوی چاره وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2019 03:07 Asia/Kabul
  • سوریې د امریکا لخوا د تیلو د څاګانو نیول وغندل

زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمی استازی بشار جعفری د خپل هیواد د سیاسی حالاتو په هکله د امنیت شورا په غونډې کښې د سوریې د تیلو په میدانونو د امریکا سلطه رد شوی چاره وبلله .

هغه وویل  د ترهګرو د جرړې ایستل د استانه د بهیر په  نوم دخبرو اترو اصلی هدف دی .

له دې مخکې هم د سوریې د تیلو د قاچاق لپاره له داعش ترهګرې ډلې سره د امریکا د عسکرو د ملګرتیا په هکله ډیر راپورونه خپاره شوی وو .

امریکا له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په غیرقانونی ډول د سوریې په خاروه کښې پوځی شتون لری .

له ترهګرو سره د مبارزې په پلمه په سوریې کښې د امریکا غیرقانونی شتون په داسې حال کښې دی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعتراف کړی واشنګټن د داعش په شمول د ترهګرو ډلو د جوړولو اصلی عامل دی .

رسمی راپورونه وایی چې امریکا تراوسه په سوریې کښې دیره ترهګرو ډلوته د میلیارډونو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات ورکړی دی .