د عراق خلک د امریکا د عسکرو ایستل غواړي
زمونږخبریال وايي د عراق ولسمشر برهم صالح وویل له خپل هیواد څخه د امریکا د عسکرو د وتلو لپاره غوښتنه د عراق د واکمنۍ د حق بې احترامۍ ته غبرګون دی .
هغه د سویزرلینډ په ډاووس ښار کښې د اقتصاد په نړیوالې غونډې کښې په لویدیځې اسیا کښې د عراق رول او همیت ته په اشارې سره وویل د عراق د ملي واکمنۍ احترام په دغه مهمې او ستراتیژیکې سیمې کښې د سولې او د ارامښت په رامینځته کولو کښې پریکنده او حیاتي موضوع ده .
د عراق ولسمشر برهم صالح د امریکا د عسکرو د وتلو په هکله د خپل هیواد د پارلمان مصوبه د عراق د ټولو خلکو غوښتنه وبلله .
برهم صالح د عراق ستر مذهبي مرجع ایت الله سیستاني د امن د ساحل په لور د خپل هیواد د حرکت او وروستلو عامل وباله او ویې ویل وارمخکې انتخابات په عراق کښې د سیاسي کړکیچ د حل لپاره مناسب فرصت دی .
امریکا له بریتانیا ، فرانسې ، سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو ، اسرائیلو، اردن او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې په سیمه او نړۍ کښې د ترهګرو ډلو د جوړولو او د ناامنۍ د رامینځته کولو ستر عاملان دي .