قدس او فلسطین سره خیانت،اسلام سره خیانت دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87655-قدس_او_فلسطین_سره_خیانت_اسلام_سره_خیانت_دی
د یمن د لکونو خلکو له مظاهرو وروسته په پایزې اعلامیې کې له فلسطینی ملت ،ټاټوبی او د هغوي له سپيڅلیتاؤ خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 01, 2020 03:14 Asia/Kabul
  • قدس او فلسطین سره خیانت،اسلام سره خیانت دی

د یمن د لکونو خلکو له مظاهرو وروسته په پایزې اعلامیې کې له فلسطینی ملت ،ټاټوبی او د هغوي له سپيڅلیتاؤ خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی .

 د یمن په صنعا او صعده کې په لکونو مظاهره چیانو د خپلو چغو په پاي کې په  اعلامیې کې همدرااز د وحشي او غاصب صهیونیسټي رژيم  په وړاندې د فلسطین له مظلوم ملته ئې د درست اسلامی امت  په یوه خوله د  ملاتړ او جدي ګام پورته کولو غوښتنه هم کړې ده .

 په دغو دستورو کې د یمن د لوړې سیاسی کمیټې مشر محمد علی الحوثي  پخپلې وینا کې وئيلي ،  دیمن  ولس  به  د فلسطین له  آئيدا  خپل ملاتړ ته  دوام ورکړي او د پيړۍ دمعاملې رسوائي  به نړۍ ته وروښئ .  هغه وئيلی  هغه کسان چې  د  پيړۍ له معاملې سره   مخالفت نشي کولی ،  د جنګیدو او دخپلو ملتونو د ساتلو  توانمنۍ هم نه لري  .

وروستي راپورنه ښئ چې  د انګلستان دپارلیمان  یو سل درې دیرشو استازو  هم  دپيړۍ دمعاملې  له پلان سره په مخالفت کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر  انګریز لومړي وزیر بوریس جانسن غږ کړی ،د پيړۍ د معاملې امریکائي پلان دې رد کړي ، ځکه دغه پلان د نړیوالو قوانینو   او د فلسطین د ملت  حقوقو ته  د ګوزار ورکول دي .

راپورونه ښئ چې د پيړۍ دمعاملې د پلان په ضد د پاکستان  په لسګونو ښارونوکې  هم پرون له جمعې لمانځه وروسته سترې مظاهرې شوي او  د فلسطین له ولس او  ټاټوبي سره خپل ملاتړ  او پيوستون اعلان کړی دی .