د سوریې عسکرو له ترهګرو دوه کلي ازاد کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88184-د_سوریې_عسکرو_له_ترهګرو_دوه_کلي_ازاد_کړي_دي
تسنیم خبري اژانس وايي د سوریې پوځ پرون د ادلب ولایت په جنوب کښې د خپلو پرمختګونو په دوام کښې بریالی شو د ترهګرو له نیواک څخه شیخ دامس(Sheikh Dames) او حنتوتین (Hantoteen) کلي ازاد کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2020 01:32 Asia/Kabul
  • د سوریې عسکرو له ترهګرو دوه کلي ازاد کړي دي

تسنیم خبري اژانس وايي د سوریې پوځ پرون د ادلب ولایت په جنوب کښې د خپلو پرمختګونو په دوام کښې بریالی شو د ترهګرو له نیواک څخه شیخ دامس(Sheikh Dames) او حنتوتین (Hantoteen) کلي ازاد کړي .

د سوریې سرچینو وویل د دغو دوو (۲) کلیو د ازادولو لپاره د پوځ د عملیاتو په وخت کښې په لسګونو ټروریسټان هلاک شوي دي .

د سوریې پوځ څو ورځې مخکې بریالی شوی وو د  ادلب ولایت په جنوب کښې څو سیمې د ترهګرو له نیواک څخه ازادې کړي .

په سوریې کښې له ترهګرو سره زیاتې مالي ،وسله والې او استخباراتي مرستې امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، سعودي عربستان ، ترکیه ، صهیونیسټ رژیم اردن ، بحرین ، متحده عربي امارات ،کویت اوځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه کوي .