له ايران سره د حماس تعلقات سټراټيجک دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88422-له_ايران_سره_د_حماس_تعلقات_سټراټيجک_دي
د فلسطين د اسلامي مقاومت د غورځنګ حماس د سياسي دفتر مشر له الميادين چېنل سره په مرکه کښې تاکيد وکړ، د ايران له اسلامي جمهوريت سره د دغه غورځنګ تعلقات سټراټيجک دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 04, 2020 12:46 Asia/Kabul
  • له ايران سره د حماس تعلقات سټراټيجک دي

د فلسطين د اسلامي مقاومت د غورځنګ حماس د سياسي دفتر مشر له الميادين چېنل سره په مرکه کښې تاکيد وکړ، د ايران له اسلامي جمهوريت سره د دغه غورځنګ تعلقات سټراټيجک دي.

د ايرنا د رپوټ له مخې اسماعيل هنيه د فلسطين له ملت او مقاومت څخه د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک د قوماندان شهيد جنرل قاسم سلېماني ملاتړونو ته په اشارې سره وويل، سردار سلېماني د القسام له کنډکونو او مقاومت څخه په ملاتړ کښې بنيادي او محوري رول لرۀ.

هنيه همدارنګ د امريکې د پېړۍ معامله نومې پلان ته په اشارې سره وويل، د پېړۍ معاملې د امريکې بندرنګ څېره او د سازباز د بهير ترخه نتيجه په ډاګه کړه.

د حماس د سياسي دفتر مشر د دې په بيانولو سره چې د پېړۍ معامله د فلسطين د آئيډيال ستنې په نښه کړې دي تاکيد وکړ، د فلسطين د مقاومت ډلې پکار دے  د دغه پلان د ردولو او غندلو او د ملي پالېسۍ په وړاندې کولو سره يوشان موقف غوره کړي.