د ايران په خلاف په يمن باندې د فوځي تيريګرو د ائتلاف ادعا، د امريکې د چارواکو د سناريو جوړونو تکرار
(last modified Thu, 02 Apr 2020 12:02:31 GMT )
Apr 02, 2020 16:32 Asia/Kabul
  • د ايران په خلاف په يمن باندې د فوځي تيريګرو د ائتلاف ادعا، د امريکې د چارواکو د سناريو جوړونو تکرار

له الفاظو سره لوبې او په نورو باندې تور لګونې او پروپېګنډې به په يمن باندې د تيري کونکو سياسي او فوځي ماتې تلافي نه کړي.

د ايران د خارجه وزارت وياند سيد عباس موسوي پرون په يمن کښې د ايراني کارپېژاندو د شتون په اړه په يمن باندې د فوځي تيري کونکو د ائتلاف د وياند د بې بنيادو څرګندونو او په تهران باندې د باطلو تورونو  په ځواب کښې د دې ټکي په بيانولو سره زياته کړه، په يمن باندې د تيري کونکو ائتلاف ته دا نصيحت کوو چې د توهم او خيالي خبرو په ځاے دې د دغو تيريګرو په وړاندې د يمن د خلقو د مقاومت او له سعودي څخه د نړيوالې ټولنې د نفرت په شمول موجودو حقائقو ته پام وکړي.»

موسوي يو ځل بيا په يمن کښې له کورونا بيمارۍ سره د مقابلې لپاره د ډزبندۍ په اړه د ملګرو ملتو د مشر وړانديز او د يمن د ملي نجات حکومت لخوا د هغه منلو ته په پام سره په دغه هېواد باندې له تيري کونکو وغوښتل، سټاکهوم په موافقې په ژمنوالي سره دې په يمن کښې خپل جنايتونه بند کړي او دغه کورسوزونکے جنګ دې اودروي.

د ايران په خلاف د په يمن باندې د فوځي تيري کونکي ائتلاف د وياند بې بنياده تورونه په داسې حال کښې مطرح شوي دي چې له دې مخکښې هم د ايران په خلاف د داسې تورونو بې بنيادوالے ثابت شوےدے. د تېرکال د ستمبر په څوارلسمه هم له دې وروسته چې د سعودي په ختيځ کښې په بقيق او خريص د تېلو په دوو چاڼ ځايونو د يمن فوځي او ولسي ځواکونو ډرون حملې وکړې، د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو ادعا وکړه چې دغه حملې د ايران  لخوا شوې دي.

که حملات توسط ایران صورت گرفته است.

هغه وخت د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف په خپل يو ټوئيټ کښې د دغې ادعا په ځواب کښې وليکل، امريکه او مشتريان يې د دې توهم له مخې وسله ايزه برتري به يې د فوځي کاميابۍ سبب شي په يمن کښې ګير شوي دي. د ايران ګرم ګڼل به دغه غمزه ختمه نه کړې شي.

سعودي پينځه کاله مخکښې يوه ستره غلطي وکړه او په خپلې دغې محاسباتي غلطۍ سره يې ځان په يمن کښې ګېر کړ. دغه موضوع د نيابتي جنګونو د رامنځته کولو او له سعودي  سره په غږملو هېوادونو د ميليارډونو ډالرو وسلو په خرڅولوکښې د سعودي له رول څخه په استفادې سره د ټرمپ له سيمه ايزو سياستونو سره دا موضوع تعلق لري. په حقيقت کښې سعودي او د هغه انډيوالانو په سيمه کښې د يو ويجاړونکي جنګ د شروع کولو زمينه برابره کړه بې له دې چې په سيمه کښې له بحران جوړونې څخه يې واقعي ګټه په برخه شوې  وي. تر اوسه د دغه جنګ له کبله په مستقيمه او غېر  مستقيمه توګه له يو لکو کسانو زيات کسان وژل شوي دي.

د تېر ايتوار په ورځ د يمن توغنده اي او ډورن يونټ د يمن د جنګ د شروع کېدو له ابتداء نه د سعودي په حکومتي ځايونو توغنده اي او ډورن حملې وکړې. په دغو حملو کښې د سعودي په پائتخت رياض کښې په حساسو ځايونو او همدارنګ په جيزان، نجران او عسير سيمو کښې په اقتصادي او فوځي اهدافو ګڼ شمېر حملې وکړي.

هغه ائتلاف چې د يمن په خلاف يې د جنګ اور ولګوۀ او دې حقيقت ته متوجه شوي دي چې دغه جنګ هرڅومره دوام ولري هغوي ته به زيات زيان اورسي.

په يمن باندې د تيريګرو حملو دوام به يقيناً له دې وروسته هم د دغې حملې د پلانونکو او عاملانو لپاره څه نتيجه ونه لري او رياض به خپل هيڅ يو هدف ته ونه رسي. د ايران په خلاف په يمن باندې د فوځي تيري کونکو د ائتلاف لخوا مطرح شوې ادعاګانې به هم د دغه جنګ په برخليک کښې هيڅ بدلون پېدا نه کړي.

-----------

 

ټیګونه