په مکه مکرمې او مدینه منوره کې بشپړګرځبندیز ولګېد
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89058-په_مکه_مکرمې_او_مدینه_منوره_کې_بشپړګرځبندیز_ولګېد
د مکې او مدینې په ښار کې به ۲۴ ساعته ګرځبندیز وي، هیڅ څوک به له ښار ه نه وځي او نه به را ننوځي
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 03, 2020 01:45 Asia/Kabul
  • په مکه مکرمې او مدینه  منوره کې بشپړګرځبندیز ولګېد

د مکې او مدینې په ښار کې به ۲۴ ساعته ګرځبندیز وي، هیڅ څوک به له ښار ه نه وځي او نه به را ننوځي

د سعودي  رژیم د کورنیو چارو وزارت په مکه او مدینه ښارونو کې په بشپړ ډول ۲۴ ساعته ګرځبندیز اعلان کړ. د سعودي رسمي خبري اژانس له راپور سره سم د کورنیو چارو وزارت دغه پریکړه د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره کړې چې په وینا یې د نوي پریکړي پر اساس به دغه اقدامات تر سره کیږي:

۱- د مکې او مدینې په ښار کې به ۲۴ ساعته ګرځبندیز وي، هیڅ څوک به له ښار ه نه وځي او نه به را ننوځي، له بندیز څخه به هغه خلک مستثنا وي چې د ژوند اسانتیاوي، خوراک او صحت په برخه کې کار کوي.

۲- په ډیره محدوده ساحه کې خلک کولای شي چې له کورونو ه بهر را ووځي، صرف د صحي خدماتو لپاره او یا هم د خوراک اخیستلو لپاره.

۳- ټول تجارتي فعالیتونه به بند وي.

۴- هغه کسان چې د ګرځېدو اجازه لري، هغوی به هم په موټر کې د موټرچلوونکي په شمول دوه کسان ګرځي.