امریکا په عراق کښې د اوږدې مودې شتون هڅه کوي
زمونږ خبریال وايي د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ د سیاسي دفتر غړي سعد السعدي په دغه هیواد کښې د اوږدې مودې شتون لپاره د امریکا د پلان په هکله خبرداری ورکړ .
هغه وویل په عراق کښې د امریکا خوځښتونه د دې ښودنه کوي چې واشنګټن له عراق څخه د عسکرو د وتلو نه بلکې هلته د نورو پوځیانو د دیره کولو په حال کښې دی .
د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ د سیاسي دفتر غړي سعد السعدي له عراق څخه د امریکا د عسکرو د وتلو موضوع د پیټریاټ توغندیو له دیره کولو سره په تضاد کښې وبلله او زیاته یې کړه د عراق ملت تل د امریکا د نیواکګرو عسکرو له شتون سره خپل مخالفت اعلان کړی دی .
د امریکا د ولسمشرسلاکار ګابریل سوما په تیرې پنجشنبې ورځ عراق ته د پیټریاټ توغندی رسیدل تائید کړل .
د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ د سیاسي دفتر غړي سعد السعدي دغه راز په هیواد کښې د عدنان الزرفي لخوا د حکومت د جوړولو لپاره د امریکا ښکاره لاسوهنې او دباو ته په اشارې سره وویل الزرفي له عراق څخه د امریکا د عسکرو د وتلو به هکله د پارلمان په فیصلې په بشپړه توګه سترګې پټې کړي دي .
د عراق ځینې شیعه سیاسي ګوندونه باوري دي چې الزرفي خپلواکه شخصیت نه دی او هغه په خارجي هیوادونو په تیره بیا امریکا پورې تړلی کس دی .