امریکا دفلسطینیانو په ضد دصهیونیسټي رژيم په جنایتونوکې شریکه ده
د امریکا خارجه وزیرمایک پمپئو وړمه ورځ په یولړ څرګندونوکې وئيلي دي،دا اسرائيل دي،چې له لویدیځي غاړې دیو شمیر برخو دیوځاي کیدا په باب فیصله وکړي.
العالم ټيلیویژني چینل راپور ورکړ د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس ویندوي حازم قاسم بیګا د اردن سین د لویدیځي غاړې په باب د امریکا دخارجه وزیر مایک پمپئو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ووئيل،له نیواکي برخو سره د لویدیځي غاړې د ځينو برخو د یوځاي کولو په باب دامریکائي چارواکو د پلوي څرګندونو په وړاندې پراخ نړیوال مخالفت په نړیواله سویه د امریکا د دریځونو پر منزوي کیدا ټينګار دی .
د حماس غورځنګ ویندوي روښانه کړې،د امریکا حکومت هڅه کوي،څو د اسلامی او عربو ملتونو احساسات ولمسوي .
د امریکا خارجه وزیرمایک پمپئو وړمه ورځ په یولړ څرګندونوکې وئيلي دي،دا اسرائيل دي،چې له لویدیځي غاړې دیو شمیر برخو دیوځاي کیدا په باب فیصله وکړي.
دا په داسې حال کې دي ، چې دلویدیځي آسیا سیمېد ځينو هیوادونو او فلسطینیو چارواکو له نیواکي ټاټوبو سره د لویدیځي غاړې د ځينو برخو دیوځای کولو لپاره د صهیونیسټي رژيم فیصله محکومه کړې ده .