د حزب الله مشر د صبر نتیجه بریالیتوب وباله
May 02, 2020 04:59 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د لبنان حزب الله غورځنګ مشر حسن نصر الله بیګا د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت یوې (۱) وینا کښې دغه له برکت ډکه میاشت د روایتونو پراساس د صبر او د زغم میاشت وبلله او ویې ویل د صبر په هکله خبره په حقیقت کښې د معنوي او د روحي حالت په اړه وینا کول دي .
حسن نصر الله په دې خبرې ټینګار سره چې صبر له خدای پاک ج سره ترټولو نږدې فضلیت دی وویل خدای پاک ج صابران خوښوي .
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله وویل په ټول ژوند کښې باید صبر جاري وي او انسان د معصیت ، مصیبت ، ناروغۍ ، جنګ او له تیریګرو سره په مقابلې او په شخصي ژوند کښې صبر کونکي ووسي .
هغه دغه راز د کارګر د نړیوالې ورځې په مناسبت مبارکۍ سره وویل د سیاسي مسائیلو په هکله به په راتلونکي دوشنبې ورځ وینا وکړم .