د قدس نړیواله ورځ د مسلمانانو لپاره ډير اهمیت لري
د صهیونیزم پرضد د نړیوال پیوستون غورځنګ غړي پال لارودي د قدس نړیواله ورځ له ابراهیمي دینونو سره اړونده وبلله او ویې ویل د دغه ورځې اهمیت د صهیونیزم له نیواک څخه د فلسطین او د قدس د ژغورلو لپاره د مسلمانانو ، د یهودیانو او د عیسایانو سره یوځاې راغونډول دي .
هغه پرون له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې ټيڼګار وکړ د قدس نړیواله ورځ یو (۱) مهم مناسبت دی چې پکښې د نړۍ خلک د صهیونیزم ادعا ته نه وايي او دا خبره کوي چې قدس له ټولو سره اړه لري .
د صهیونیزم پرضد د نړیوال پیوستون غورځنګ غړي پال لارودي د فلسطینیانو لپاره د قدس د نړیوالې ورځ اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل د قدس نړیواله ورځ فلسطینیانو ته دغه ډاډ ورکوي چې د صهیونیسټانو له نیواک څخه د قدس او د دوې د ټاټوبي د ژغورلو لپاره مبارزه به دوام ولري .
هغه له نیواکې ټاټوبو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د یوشمیر سیمو د یوځاې کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم هراړخیزه هڅې ته اشاره وکړه او ویې ویل په دغو شرایطو کښې د قدس نړیواله ورځ د فلسطین د خلکو لپاره ستر اهمیت لري .
د روژې د مبارکې میاشتې اخري جمعې ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په نوښت د قدس نړیواله ورځ نومول شوي ده چې په ټوله دنیا کښې مسلمانان او ازادي غواړي د صهیونیسټ رژیم له توکمپالو سیاستونو خپله کرکه اعلان کړي .