تیري ګر سعودي ائتلاف په یمن باندې ۴۵۰ هوايي حملې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90894-تیري_ګر_سعودي_ائتلاف_په_یمن_باندې_۴۵۰_هوايي_حملې_وکړې
د ینم د وسله والو ځواکونو ویاند بیګا وویل: تیري ګر سعودي ائتلاف په وروستۍ یوې اونۍ کښې د یمن د بې دفاع خلکو خلاف له څلور نیمو سوو زیاتې حملې ترسره کړې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2020 03:08 Asia/Kabul
  • په یمن باندې د سعودي عربستان هوايي حملې او بمبارۍ
    په یمن باندې د سعودي عربستان هوايي حملې او بمبارۍ

د ینم د وسله والو ځواکونو ویاند بیګا وویل: تیري ګر سعودي ائتلاف په وروستۍ یوې اونۍ کښې د یمن د بې دفاع خلکو خلاف له څلور نیمو سوو زیاتې حملې ترسره کړې دي.

یحیی السریع څرګنده کړه: د تیري ګر سعودي ائتلاف جنګي الوتکو په وروستۍ یوې اونۍ کښې د یمن په "مأرب"، "الجوف"، "صنعاء"، "عمران"، "صعده"، "حجه" او البیضاء ولایتونو باندې څه باندې ۴۵۰ ځلې بمبارۍ کړې دي.

عربستان د امریکې، اماراتو او ځینو نورو هیوادونو په ملاتړ سره، د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې نه په یمن باندې پوځي تیری او د ځمکې، سمندر او هوا له لارې د دغه هیواد سخته محاصره پیل کړې ده چې له امله یې تراوسه له شپاړسو زرو زیات یمنیان وژل شوي، لسګونه زره زخمي شوي او میلیونونه نور کډه په سر او بې کوره شوې دي.

د یمن په بې وزله هیوادو باندې د عربستان پوځي تیري هم داشان دغه هیواد د خوراکي موادو او درملو له سخت کمي سره مخامخ کړی دی.

خو سعودي رژیم او انډیوالان یې د یمن د خلکو د مقاومت په وجه تراوسه نه دي توانیدلي چې په دغه هیواد کښې د خپلو لاس پوڅو کسانو د واکمنولو په لړ کښې خپلو اهدافو ته ورسیږي.