د یمن انصار لله غورځنګ عربستان ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90995-د_یمن_انصار_لله_غورځنګ_عربستان_ته_خبرداری_ورکړ
زمونږ خبریال وايي د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي شورا غړي محمد البخیتي خبرداری ورکړ که چیرې سعودي عربستان د یمن پرضد جګړه بنده نکړي د ریاض په مهمو او حساسو مرکزونو به بریدونه وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2020 00:28 Asia/Kabul
  • د یمن انصار لله غورځنګ عربستان ته خبرداری ورکړ

زمونږ خبریال وايي د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي شورا غړي محمد البخیتي خبرداری ورکړ که چیرې سعودي عربستان د یمن پرضد جګړه بنده نکړي د ریاض په مهمو او حساسو مرکزونو به بریدونه وکړي .

هغه د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کښې د پوځي هدفونو پرضد د وړمې شپې توغندوي او د بې پایلوټه الوتکو عملیاتو ته په اشارې سره وویل دغه عملیات د یمن د دفاع د جایز حق په چوکاټ کښې شوي دي .

د یمن د انصارالله غورځنګ دسیاسي شورا غړي محمد البخیتي په غیر پوځي هدفونو باندې د حملې په هکله د سعودي عربستان رژیم ادعا بې اساسه وبلله او ټینګار یې وکړ دغه ټول هدفونه پوځي وو او په غیر پوځي مرکزونو باندې د حملې ادعا چې د سعودي عربستان لخوا مطرح کیږي هیڅ حقیقت نلري .