د یمن انصار لله غورځنګ عربستان ته خبرداری ورکړ
Jun 24, 2020 00:28 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي شورا غړي محمد البخیتي خبرداری ورکړ که چیرې سعودي عربستان د یمن پرضد جګړه بنده نکړي د ریاض په مهمو او حساسو مرکزونو به بریدونه وکړي .
هغه د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کښې د پوځي هدفونو پرضد د وړمې شپې توغندوي او د بې پایلوټه الوتکو عملیاتو ته په اشارې سره وویل دغه عملیات د یمن د دفاع د جایز حق په چوکاټ کښې شوي دي .
د یمن د انصارالله غورځنګ دسیاسي شورا غړي محمد البخیتي په غیر پوځي هدفونو باندې د حملې په هکله د سعودي عربستان رژیم ادعا بې اساسه وبلله او ټینګار یې وکړ دغه ټول هدفونه پوځي وو او په غیر پوځي مرکزونو باندې د حملې ادعا چې د سعودي عربستان لخوا مطرح کیږي هیڅ حقیقت نلري .
ټیګونه