سعودي عربستان په یمن ۴۰۰ ځله بریدونه کړي
زمونږ خبریال وايي د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع پرون وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په تیرو اوو (۷) ورځو کښې د بې دفاع خلکو پرضد څه د پاسه څلورسوه (۴۰۰) بریدونه کړي دي .
هغه وویل د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو په تیره اونۍ کښې په مارب ، الجوف ، عمران ، صعده ، حجه او البیضا ولایتونو څه دپاسه څلورسوه (۴۰۰) ځله حملې کړي دي .
سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو، انګلستان ،اردن ، اسرائیلو او د ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې په یمن باندې د ځمکې ، د سمندر او د هوا له لارې پوځي تیري او کلابندۍ پیل کړي ده .
په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو جنګ غوښتنې تراوسه څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) کسان وژلي ، په لسګونو زره نور یې ژوبل کړي او په میلیونونو نور یې کډوال کړي دي .
په یمن باندې د سعودي عربستان پوځي تیریو دغه هیواد د خواړو او د درملو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .