سعودي ائتلاف د یمن څلور نور مسلمانان ووژل
د تیري ګر سعودي ائتلاف لاس پوڅو پرون د یمن په مأرت ولایت باندې په حملې سره د یوې یمني کورنۍ لږترلږه څلور غړي په بوږنونکي ډول قتلِ عام کړل.
د تیري ګر سعودي ائتلاف لاس پوڅو پرون د یمن په مأرت ولایت باندې په حملې سره د یوې یمني کورنۍ لږترلږه څلور غړي په بوږنونکي ډول قتلِ عام کړل.
د سعودي ائتلاف د کرایې د قاتلانو په دغه حمله کښې هم داشان څو کسان زخمي شوې دي.
د سبأ په نوم د یمن رسمي خبري آژانس ویلي چې د تیري ګر ائتلاف تالي څټو د دغې یمني کورنۍ کور ته اور ورته کړ او ټول سامان یې ترې ولوټه.
د ویلو ده چې د عربستان په مشرۍ سعودي ائتلاف له ۲۰۱۵ کال راهیسې د یمن په بې وزله او مظلوم هیواد باندې خپل سخت بریدونه او د دغه هیواد هراړخیزه محاصره پیل کړې چې له امله یې یمن د خوراکي او درملیزو موادو له سخت کمي سره مخامخ شوی دی.
خو سعودي رژيم او انډیوال یې د یمن د خلکو د مقاومت او ټینګتیا په وجه لاهم نه دي توانیدلې چې په دغه هیواد کښې د خپلو لاس پوڅو د واکمنولو په لړ کښې خپلو اهدافو ته ورسیږي.