سعودي عربستان په یمن بمباریو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91189-سعودي_عربستان_په_یمن_بمباریو_ته_دوام_ورکړی
زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو په یمن باندې د هوايي حملو په دوام کښې په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د دغه هیواد په بیلابیلو ولایتونو باندې څلورڅلویښت (۴۴) ځله بمبارې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 02, 2020 01:20 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په یمن بمباریو ته دوام ورکړی

زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو په یمن باندې د هوايي حملو په دوام کښې په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د دغه هیواد په بیلابیلو ولایتونو باندې څلورڅلویښت (۴۴) ځله بمبارې وکړې .

دغه بریدونه د یمن په مرکز کښې په  صنعا ، مارب ، البیضا او په لویدیځ کښې په الجوف او صعده ولایتونو شوي دي .

سعودي عربستان پرون د یمن د پلازمینې صنعا په جنوب کښې په النهدین سیمې دوه (۲) ځله بمبارې وکړې .

دغه راز د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام د سعودي عربستان د  ائتلاف د حملو او  د جنایتونو په وړاندې د عربي نړۍ او د نړیوالې ټولنې په چپتیا نیوکه وکړه .

هغه د یمن په وړاندې د ملګروملتونو په دوه ګوڼوالي او د سعودي عربستان د ائتلاف د اقداماتو په مقابل کښې د دغه ادارې په سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل هغه وخت چې د یمن ملت حملو ته په ځواب کښې په خپل حق عمل کوي  نو ملګري ملتونه او نور هیوادونه قلم په لاس کښې اخلي او د غندنې بیانیې خپروي .