تولید او پراختیا کښې د ایران بیلګې ته باید پام وشي
(last modified Wed, 08 Jul 2020 00:52:03 GMT )
Jul 08, 2020 05:22 Asia/Kabul
  • تولید او پراختیا کښې د ایران بیلګې ته باید پام وشي

فارس خبري اژانس وايي د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله بیګا په تیرو څو لسیزو کښې د امریکا د ظالمانه بایکاټونو په مقابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت مقاومت وستایه .

هغه په یوې (۱) وینا کښې د ایران د اقتصاد د بیلګې په ستایلو سره وویل دغه بیلګه سبب شوي ده چې د ایران اسلامي جمهوریت تر څلویښتو (۴۰) کلونو پورې د امریکا او د هغې د متحدانو د غیرقانوني او د پراخو بایکاټونو په وړاندې مقاومت وکړي .

د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله په دې خبرې سره چې ایران همدا اوس د فضايي صنعت په شمول ډیرو مهمو صنایعو  کښې مهم پرمختګونه کړي دي او د خوراکي موادو ، پیټرولو ، ډیزلو او د بریښنا په تولیدولو کښې په ځان بسیا شوی دی وویل په تولید او پراختیا کښې د ایران بیلګې ته باید پام وشي .

هغه د لبنان په ملي پیسو یعني لیرې(lira) سره په بیروت باندې د تیلو د تولیداتو د خرڅولو لپاره د ایران چمتووالي ته په اشارې سره وویل د ایران دغه حرکت یوه(۱) ستره سرشیندنه ده .

حسن نصر الله د لبنان په کورنیو چارو کښې  په بیروت کښې د امریکا د سفیر لاسوهنو ته په اشارې سره وویل دا د لبنان حکومت دی چې د هیواد  د خلکو برخلیک ټاکي نه امریکا او نه د دغه هیواد خارجه وزارت .

 

ټیګونه