امریکا له القاعده او نورو ترهګرو ډلو استفاده کوي
زمونږ خبریال وايي د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر ویاند محمد البخیتي وویل امریکا د ترهګرو ډلو د پیاوړي کولو هڅه کوي چې د مقاومت له چورلیز سره مقابله وکړي .
هغه وویل امریکا له القاعده او نورو ترهګرو ډلو څخه د مقاومت غورځنګونو ته د ګوزار د ورکولو لپاره استفاده کوي .
د یمن د انصار الله غورځنګ دسیاسي دفتر ویاند محمد البخیتي ډاګینه کړه سعودي عربستان د یمن پرضد تیري پیل کړي او یمن یوازې د ځان دفاع کوي .
هغه د بې پایلوټه الوتکو او د بلاسټیک توغندیو په شمول د ډول ډول وسلو د تولیدولو د دوام خبر ورکړ او ویې وویل دې ته په پام سره چې دغه وسلې د یمن په داخل کښې جوړې شوي دي د هغوې د شمیر په هکله هیڅ اندیښنه نشته .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع هم پرون وویل په هیواد کښې پوځي حالت د تیر وخت په پرتله ډیر ښه شوی دی او په دوښمن به د پوځ بریدونه بند نشي .