د فارس خلیج ملګرتیا شورا په ایران تورونه پورې کوي
د فارس خلیج د ملګرتیا شورا عمومي منشي پرون د سعودي رژیم او اماراتو د نظر جلبولو په موخه مدعي شو چې د ایران اسلامي جمهوریت کلابند شوي یمن ته وسلې لیږي.
د فارس خلیج د ملګرتیا شورا عمومي منشي پرون د سعودي رژیم او اماراتو د نظر جلبولو په موخه مدعي شو چې د ایران اسلامي جمهوریت کلابند شوي یمن ته وسلې لیږي.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې نایف فلاح مبارک الحجرف هم داشان ادعا وکړه چې ایران په یمن کښې سیاسي حل لارې ته د نه رسیدو لامل دی.
تیري ګر سعودي ائتلاف په یمن باندې د تیري له پیلولو راهیسې په ځلونو مدعي شوی چې د ایران اسلامي جمهوریت په یمن کښې شتون لري او دغه هیواد ته وسلې ورکوي او دا هغه ادعا ده چې د یمن چارواکو په ځلونو دروغ بللې او رد کړې یې ده.
دا بې بنیاده تور د یمن د ولسي مبارزانو او پوځي ځواکونو په وړاندې د تیري ګر سعودي ائتلاف د ماتو د پټولو لپاره مطرح کیږي.