د یمن خلکو د عربستان ائتلاف ته خبرداری ورکړ
العربي الجدید ورځپاڼې راپور ورکړ د یمن په ختیځ کښې د المهره ولایت د سوله ییزې پرلتې کمیټۍ په یوې (۱) خبرپاڼه کښې د سعودي عربستان ائتلاف ته ته خبرداری ورکړ په المهره سیمه کښې به د سقطری د نیواک د سناریو د تکراریدا اجازه ورنکړي .
دغه خبرداری وروسته له دې ورکړل شوی چې متحده عربي اماراتو ته اړونده د یمن د جنوب انتقالي شورا وویل په راتلونکي شنبې ورځې به د دغه شورا د شتون د تائید لپاره د المهره سیمې په مرکز« الغیظه» کښې مظاهرې ترسره کړي .
د المهره د سوله ییزې پرلتې د کمیټۍ په بیانیې کښې ویل شوي دي د یمن د جنوب انتقالي بیلتون غواړي شورا د دغو مظاهرو له لارې په ولایت کښې د تاوتریخوالي د رامینځته کولو او په قانوني ارګانونو باندې د سلطې نیت لري .
دغه کمیټۍ په دې خبرې سره چې د سعودي عربستان ائتلاف د یمن د جنوب د انتقالي شورا د خوځښتونو ملاتړ کوي د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د نیواکګرو عسکرو تر وتلو پورې د سوله ییزې مبارزې په دوام ټینګار وکړ .
د یمن د استعفا شوي حکومت او د جنوب د انتقالي شورا ترمینځ نښتې په زیاتیدا دي او انتقالي شورا له دې مخکې د سقطری ولایت کنټرول په لاس کښې واخیست .