د یمن د ملت پرضد جګړه دې باید بنده شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91674-د_یمن_د_ملت_پرضد_جګړه_دې_باید_بنده_شي
سپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی د یمن د ملي ژغورنې د حکومت لومړي وزیر «عبدالعزیز صالح بن حبتور» یوځل بیا د دغه هیواد د ملت پرضد د سعودي عربستان د جنګ د بندیدا په اړتیا ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 23, 2020 10:43 Asia/Kabul
  • د یمن د ملت پرضد جګړه دې باید بنده شي

سپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی د یمن د ملي ژغورنې د حکومت لومړي وزیر «عبدالعزیز صالح بن حبتور» یوځل بیا د دغه هیواد د ملت پرضد د سعودي عربستان د جنګ د بندیدا په اړتیا ټینګار وکړ .

هغه وویل د یمن ملت د جنګ په وجه زیات کړاو او درد زغمي پر دې اساس د دغه هیواد حکومت زر تر زره د یمن پرضد د جنګ او د تیري د بندیدا غوښتونکی دی .

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت لومړي وزیر عبدالعزیز بن حبتور په ځینو ګاونډیو عربو هیوادونو باندې نیوکې سره چې دغه جنګ یې په نوموړي هیواد ورتپلی دی وویل د یمن د ملت لپاره سوله یوه(۱) اصلي او حیاتي غوښتنه ده .

سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو، اردن ، اسرائیلو او د انګلستان وغیره په ملاتړ او مرستې سره له ۲۰۱۵ میلادي  کال راهسې د یمن پرضد پوځي تیري پیل کړي او له ځمکې ، سمندر  او هوا څخه یې دغه هیواد  کلابند کړی هم دی او له کبله یې تراوسه د دغه هیواد څه د پاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) بې ګناه خلک وژل شوي او په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .

د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ وویل د یمن د ملت پینځه شپیته (۶۵) فیصده خلک چې نفوس یې څه د پاسه دیرش(۳۰) میلیونه دی د خواړو لپاره هیڅ شی نه لري .